Refugee Survey 2025
We are carrying out a Refugee Survey this year, to help the Government better understand the experiences of former refugees and their families. Data collected from the survey will help us to improve the experience of refugees resettling in New Zealand in the future.
د نیوزیلینډ د کډوالۍ اداره (INZ) سږکال د کډوالو سروې ترسره کوي، ترڅو حکومت سره د پخوانیو کډوالو او د هغوی د کورنیو د تجربو په ښه پوهیدو کې مرسته وکړي. که څه هم موږ ځینې معلومات لرو چې موږ ته وښيي چې پخواني کډوال څنګه استوګن شوي دي (لکه څو تنه یې په کار بوخت دي، د زدهکړې کچه، او نور)، خو موږ داسې هیڅ معلومات نه لرو چې د کډوالو خپلې تجربې بیان کړي. د سروې څخه راغونډ شوي معلومات به موږ سره مرسته وکړي چې د راتلونکي لپاره د نیوزیلنډ په هېواد کې د کډوالو د بیا استوګنې تجربه ښه کړو.
دا سروې د هغو پخوانیو کډوالو او د هغوی د کورنۍ غړو (16 کلن او له دې پورته) لپاره ده چې په تیرو پنځو کلونو کې په نیوزیلنډ کې مېشت شوي وي، د لاندې کټګوریو لاندې:• د کډوالۍ کوټا • د کډوالو د کورنۍ ملاتړ کټګوري • د ټولنې د سازمان له لارې د کډوالو ملاتړ• د افغانانو بېړني ایستل او ژباړونکي• د کډوالو کنوانسیون (چې په تیرو پنځو کلونو کې تصویب شوي وي)
دا لومړی ځل دی چې موږ د کډوالو سروې ترسره کوو. سږ کال به سروې په دریو برخو تمرکز وکړي (ښوونه، کار او ګډون) او په آنلاین بڼه به وي، او– په 13 مختلفو ژبو ژباړل شوې ده.
ستاسې نظر مهم دی– هر څومره چې پخواني کډوال او د هغوی د کورنۍ غړي سروې بشپړه کړي، زموږ معلومات به هم هغومره دقیق وي او موږ به وکولی شو د راتلونکو کډوالو تجربې ښه کړو. موږ تاسو هڅوو چې دا خبره خپره کړئ او موږ سره مرسته وکړئ چې څومره چې امکان ولري ډیر خلک یې بشپړ کړي.
ګډون په بشپړه توګه اختیاري او په به بشپړ ډول نه پیژندونکی دی؛ ځوابونه به محرم پاتې شي او ستاسو نوم یا د تماس معلوماتو سره تړاو نه لري.
په مکرر ډول پوښتل شوې پوښتنې
د دې سروې موخه څه ده؟
دا سروې د دې لپاره ترسره کېږي چې د نیوزیلینډ د کډوالۍ اداره (INZ) او د نیوزیلینډ حکومت سره مرسته وکړي ترڅو د پخوانیو کډوالو او د هغوی د کورنیو تجربې ښه درک کړي. د سروې څخه راغونډ شوي معلومات به موږ سره مرسته وکړي چې د راتلونکي لپاره د نیوزیلنډ په هېواد کې د کډوالو د بیا استوګنې تجربه ښه کړو.
دا څېړنه څوک ترسره کوي؟
دا سروې د INZ په استازیتوب د Ipsos، چې یوه خپلواکه څېړنیزه اداره ده، لخوا ترسره کیږي.
څوک په سروې کې برخه اخیستلی شي؟
پخواني کډوال او د هغوی د کورنۍ غړي چې عمر یې 16 کاله یا زیات وي او په تیرو پنځو کلونو کې په نیوزیلینډ کې مېشت شوي وي، د لاندې کټګوریو له مخې کولی شي په سروې کې برخه واخلي:• د کډوالۍ کوټا • د کډوالو د کورنۍ ملاتړ کټګوري• د ټولنې د سازمان له لارې د کډوالو ملاتړ• د افغانانو بېړني ایستل او ژباړونکي• د کډوالو کنوانسیون (چې په تیرو پنځو کلونو کې تصویب شوي وي)
پایلې به څنګه وکارول شي؟
پایلې به د دې لپاره وکارول شي ترڅو موږ سره مرسته وکړي د راتلونکي لپاره د نیوزیلینډ په هېواد کې د کډوالو د بیا استوګنې تجربه ښه کړو. دا به دا یقیني کړي چې موږ داسې خدمتونه او ملاتړ ولرو چې د بیا استوګنې په بریالیتوب کې ریښتینی توپیر رامنځته کړي.
ایا زما ځوابونه به بې نومه وي؟
هو، ستاسو د پوښتنو ځوابونه به په بشپړه توګه ناشناس وي او هیڅ ډول لاره نه شته چې بیرته تاسو پری تعقیب کړی شئ.
زما معلومات څنګه خوندي ساتل کیږي؟
د ټولنیزې مسؤلیت په چوکاټ کې، Ipsos د معلوماتو د ساتنې قوانینو، مقرراتو او اصولو سره د نړیوالو معیارونو پابند دی. نور تفصيلات کولی شئ زموږ د معلوماتو د ساتنې او محرمیت پالیسۍ کې ومومئ:
Privacy & Data Protection — Ipsos
څوک به د سروې پایلو ته لاسرسی ولري؟
ځوابونه به سره یوځای شي او د ګډو نتایجو په توګه به وښودل شي، چې مانا یې دا ده چې د هر فرد ټول ځوابونه به نه شي جلا کولای. دغه نتایج به له INZ سره شریک او د دې لپاره وکارول شي چې موږ سره مرسته وکړي د راتلونکي لپاره د نیوزیلینډ په هېواد کې د کډوالو د بیا استوګنې تجربه ښه کړو.
د سروې بشپړېدل به څومره وخت ونیسي؟
د سروې بشپړولو لپاره به شاوخوا 15 دقیقې وخت ونیول شي.
آیا ګډون لازمي دی؟
نه، ګډون په بشپړه توګه رضاکارانه دی. تاسو کولی شئ که نه غواړئ ګډون ونکړئ، خو موږ به ډېر خوشحاله شو که ګډون وکړئ څو ستاسو د استوګنې تجربه د نتایجو برخه وګرځي.
ایا زه کولی شم دا خوندي کړم او بیرته ورته راشم؟
نه، کله چې تاسو پیل وکړئ، نو اړتیا ده چې سروې بشپړه کړئ. که تاسو سروې په نیمه لار کې ودروئ، موږ به ستاسو هیڅ ځواب ترلاسه نه کړو. کله چې تاسو د ټولو پوښتنو ځوابولو وروسته سروې وسپارئ، ستاسو ځوابونه نشي بدلیدلی او نه همدارنګه ختمیدای شي.
آیا سروې په نورو ژبو کې شتون لري؟
هو! دا سروې په دري، فارسي، پښتو، عربي، برمي، هسپانوي، سومالي، اردو، کینیاروانډا، سواهیلي، فرانسوي، پنجابي، تیګرینیا، امهاري او همدارنګه انګلیسي ژبو کې شتون لري.
د سروې ځوابونه به څوک ژباړي؟
ژباړې به د Ipsos د داخلي ژباړې ټیم لخوا چې په برتانیه کې مېشت دی، ترسره شي. دوی له سیمه ییزو ټولنو سره تړاو نلري او د محرمیت سخت پروتوکولونه تعقیبوي.
سروې کله پرانیستل کیږي او کله تړل کیږي؟
دا سروې به د 2025 کال د سپتمبر په 10مه پرانیستل شي او د 2025 کال د دسمبر په 10مه به پای ته ورسیږي.
آیا زه د پوښتنلیک یوه کاغذي کاپي ترلاسه کولی شم؟
دا سروې په دې مرحله کې یوازې آنلاین شتون لري، خو ممکن په راتلونکي کې د هغو کسانو لپاره چې آنلاین نه شي بشپړولی، بدیلې لارې هم ولټول شي.
ایا زه به پایلې وګورم؟
INZ به ټولیزې پایلې له هغو ټولنو سره شریکې کړي چې په دې کې ګډون کړی وي.
د دې سروې په پایله کې کوم بدلونونه راتللی شي؟
د سروې پایلې به ادارو سره مرسته وکړي چې په ښه توګه پوه شي چې د میشتیدنې ملاتړ کې څه ښه کار کوي او کومو پرمختګونو ته اړتیا ده. دا معلومات به د دې لپاره وکارول شي چې ډاډ ترلاسه شي چې اوسني خدمات او ملاتړ د غوره حل پایلو په لور په نښه شوي او موږ سره به د خدماتو یا ملاتړ کې د پیژندل شوي تشو په حل کې مرسته وکړي.
که زه پوښتنې لرم یا مرستې ته اړتیا لرم نو له چا سره اړیکه نیولی شم؟
که تاسو کومه پوښتنه لرئ یا د سروې په اړه کومې مرستې ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ دې ته برېښنالیک واستوئ
refugeesurvey2025@mbie.govt.nz
د سروې په اړه نور معلومات چیرته ترلاسه کولی شم؟
تاسو کولی شئ د سروې په اړه نور معلومات په لاندې لینک کې ومومئ